ننګرهار کې د یوه قومي مشر په موټر چاودنه

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ د یوه قومي مشر په موټر چاودنه شوې.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر فرید خان  خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د چنګاښ په ( ۱۱) نیټه غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحې اړوند په بیز اکمالاتي سیمه کې د بهسودو ولسوالۍ د قومي مشر « ملک نعیم » په موټر پسې نښلول شو چاودیدونکو توکو له امله چاودنه شوې، چې په پایله کې ملک نعیم او د ده موټر چلوونکی دواړه تپیان شوي.

نوموړی وایې ټپیان روغتون ته انتقال شوي.

دی زیاتوي د پولیسو له لورې هڅې روانې دې ترڅو د پیښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

تراوسه کوم چا د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *