په ترکیه کې په ایټالوي کیشتۍ کې چاودنه
د ترکیې په ازمیر بندر کې په یوې ایټالوي کیشتۍ کې زوروره چاودنه ترسره شوي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار ( چنګاښ ۱۲) د ترکیې د نفتو په ځانګړې شرکت(پټکیم) کې رامنځته شوي ده.
د ازمیر سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی چې په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې دې ایټالوي کیشتۍ هایدرو کاربن مایع لیږدوله چې له چاودنې وروسته یې اور اخیستی دی.
د ترکیې پولیسو د چاودنې د لامل د مالومولو لپاره د تحقیقاتو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.