د کندهار د خلکو لپاره د لمریزې بریښنا جوړیدل
په کندهار ولایت کې د ۳۰ میګاواټه لمریزې بریښنا د دوه پروژو په پرانیستل کېدو سره ددې ولایت د یو شمېر ولسواليو اوسیدونکې د بریښنا څخه برخمن شول.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دا پروژې نن ( چنګاښ ۱۲) د جمهور رئیس له لوري پرانیستل شوي دي.
د بریښنا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د لمریزې بریښنا د تولید دوه پروژې «زولرستان»«ترکي ۷۷» هره یوه یې د ۱۵ میګاواټه بريښنا د تولید په ظرفیت سره د کندهار ولایت په «دامان» ولسوالۍ کې موقعیت لري.
د بریښنا شرکت د مالوماتو پر اساس، لمریزو سرچینو څخه د بریښناد تولید د پرروژو یو قرارداد د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۸ نیټه د عالي اقتصادي شورا له تایید او د ملې وحدت د حکومت د تدارکاتو د کمیسیون له منظوريدو وروسته د ۱۹.۵ مجموعي لګښت سره لاسلیک شو.
د «ترکي ۷۷» خصوصي کمپنۍ به د ۲۰ کالو په لړ کې ددې پروژې تولید شوي بریښنا د افغانستان په بریښنا شرکت پلوري او له ټاکل شوي مودې وروسته به دا پروژه د ټولو تجهیزاتو سره د افغانستان د بریښنا پر شرکت پورې تړاو ولري.
د بریښنا د تولید ددې دوه پروژو لګښت ۳۹ میلیونه ډالر ښودل شوی دی چې ۱۴ میلیونه ډالر به یې د «سب سایدی » په صورت کې د مالیې د وزارت له لوري ورکول کیږي،او پاتي نورې یې د قرادادکوونکو شرکتونو په غاړه دي.
د بریښنا د تولید دا دوه پروژې زیرمه تون نه لري او یوازې د ورځې لخوا به د صنعتي کارخانو،سوداګریزو سیمو،او د هستوګنې کورونو لپاره استعمالیږي.