ننګرهار کې دوه وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وایې؛ دوه وسله وال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي او درې داعش وسله وال  داته حلقو ماينونو سره نيول شوي.

د ننګرهار مطبوعاتي د فتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را رسیدلې خبرپاڼه کې راغلي د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د خپل ماين په چاودنه کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او همدا راز درې داعش وسله وال د اته حلقو ماينونو سره يو ځای نيول شوي.

خبرپاڼې د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند له قوله لیکلي نومړی وایې ، چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې دوه  وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په نغلو سيمه کې د سړک پر غاړه ماين ځای پر ځای کاوه،  چې پرې چاودنه يې کړې او دواړه وژل شوي دي.

سرچینه  زياتوي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې  د يادې ولسوالۍ حفيظ کوډۍ سيمه کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري درې داعش وسله وال د اته حلقو ماينونو سره يو ځای نيول شوي دي.

نيول شويو داعش وسله والو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ترې نورې څېړنې او پوښتنې روانې دي.

وسله والو طالبانو او  د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *