د هرات په ترافیکي پیښه کې د اووه تنو مرګ ژوبله
د هرات ـ اسلام قلعه پر لویه لار د یوې ترافیکې پیښې په پایله کې څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د هرات د حوزوې روغتون سرطبیب عارف جیلاني،خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه تیره شپه هرات ښار ته نږدې د «مسلخ» په سیمه کې رامنځته شوي ده.
د نوموړي پر وینا،ددې پیښې څلورتنه وژل شوي او درې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
همدارنګه د هرات پولیس وایي چې په دې پيښه کې یوه کرولا ډوله موټر د یوې «مازدا» سره ټکر کړی او مړي او ټپیان د کرولا موټر له سپرلیو څخه دي.
د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول په هېواد کې د ترافیکي پیښو د مهمو عواملو څخه ګڼل کیږي.