ننګرهار کې چاودنې ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار چارواکي وایې د جلال اباد ښار دوهمې ناحیې کې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او شل تنه نور ټپیان شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل؛ نن دغبرګولي په ( ۳۰) نیټه سهار ۹:۳۰ بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار دوهمې ناحیې په مربوطاتو کې په یوه هایلکیس موټر پسې نښلول شوي ماین د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي.
نوموړی زیاتوي ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې د دریو ټپیانو روغتیایې حالت نارک ښودل شوی.
د دې پیښې مسولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.