په ایران کې د امریکا بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوه

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی دی چې د هرمزګان په سواحلو کې یې د امریکا یوه «ګلوبال هاوک» بې پیلوټه الوتکه رانسکوره کړي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،ایراني رسنیو راوړي دي چې دغه جاسوسي الوتکه نن سهار ( غبرګولي ۳۰) د هرمزګان ولایت د«کوه مبارک» په غرونو کې راغورځول شوي ده.

د ایران سپاه پاسداران ویلي دي چې د امریکا «ګلوبال هاوک» بې پیلوټه جاسوسي الوتکه یې د ایران اسلامي جمهوریت پر هوایي حریم باندې له تیري وروسته له مینځه وړي ده.

په دې اړه زیات جزئیات وړاندې شوي نه دي.

امریکا هم لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمینځ کړکیچونو زیاتوالی موندلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *