په کابل کې د یوه خطرناک ترهګر نیول کېدل

د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د طالبانو د ډلې اړوند د تر هګریزو بریدونو د یوه خطرناکه طرحه کوونکي د نیولو خبر ورکوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ترهګریزو بریدونو دا پلان جوړونکی تیره ورځ د کابل ښار په اوومه ناحیه کې نیول شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله پیسبوک پاڼه لیکلي دي چې «د لوګر ولایت اصلې اوسیدونکی زمری ولد محمد ابراهیم په نوم کس وړمه ورځ د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د پولیسو له لوري نیول شوی دی».

د نوموړي پر وینا،دغه شخص په کابل کې د ترهګریزو پیښو لپاره زمینه سازي کوله او همدارنګه په کابل کې یې ډله ایز بریدونه طرحه کول.

رحیمي زیاته کړه چې له نوموړي کس څخه مدارک اسناد،لاسي بمونه او وسلې هم ترلاسه شوي دي.

دغه شخص په داسې حال کې نیول کیږي چې په دې وروستیو ورځو کې پولیسو د مجرمینو او طالبانو او داعش پورې تړلو کسانو د نیولو لپاره اقدامات زیات کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *