ننګرهار کې ماین چاودنې دوه میرمنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت اچین ولسوالۍ کې د ترویستانو له لورې د ځای پر ځای شويو ماینونو چاودنو لس کلنه نجلۍ وژلې او یوه میرمن یې ټپي کړې ده .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل دننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د مامند باغ په سیمه کې تېره ورځ د داعشیانو له لورې د ځآی پر ځآی شوو ماینونو په چاودنو کې یوې لس کلنهې نجلۍ ژوند له لاسه ورکړی او یوه میرمن ټپي شو.

نوموړی زیاتوي، ټپي میرمن د امنیتي ځواکونو له لورې په داسې حال کې باګرام ته ولیږدول شوه،چې یوه پښه یې په سیمه کې له لاسه ورکړې وه .

د داعش تروریستي ډلې په دې اړه تراوسه څه نه دې ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *