د داعش افغان غړو د سوریې جګړه افغانستان ته راوړې ده

په وسله والو طالبانو او داعش ډلو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون نوې خبره نه ده؛مګر په دې وروستیو کې د داعش ترهګرې ډلې د افغانستان یو شمېر ازبک غړې دي چې په سوریه کې له ماتي وروسته ،افغانستان ته راغلي دي.

د راپورونو پر اساس یو شمېر افغان ازبکان د هېواد شمال ختیځ په ځانګړې ډول کونړ او ننګرهار ولایتونو ته راغلي دي او د هېواد د امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

دې کړنې د افغانستان د خلکو په ځانګړې ډول د هېواد د شمال ختیځو ولایتونو د اوسیدونکو تر مینځ اندیښنې رامنځته کړي او د هغه افغان جنګیالیو شتون چې د سوریې له جګړې راستانه شوي په افغانستان کې د داعش سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي،دغه اندیښنې زیاتي کړي دي.

د ننګرهار او کونړ ولایت اوسیدونکې وایي چې که چیرته په مناسب وخت کې د داعش ډلې سره د افغان جنګیالیو د همکارۍ جلو ونه نیول شي اندیښنې زیاتوي.

په ننګرهار ولایت کې د سیاسي چارو کارپوه سید معروف سادات خاورمیانه خبرې اژانس ته وویل چې:«داعش یوه نړیواله موضوع شوی او د یوې پروژې بڼه لري،داعش په عراق او سوریه کې زیات حاکمیت درلود؛مګر په دې وروستیو کې په سوریه کې د داعش ډلې له ماتي وروسته ددې ډلې یو شمېر جنګیالي افغانستان ته راغلي دي.»

د نوموړې پر وینا د افغانانو په ګډون د داعش دا غړي زیاتره په کونړ او ننګرهار کې فعالیت لري.

سادات څرګنده کړه چې د داعش ترهګرې ډلې د جنګیالیو تر مینځ پاکستاني قبایل،چچنایي،بنګه دیشیان او افغان ازبکان شتون لري او د افغانستان په شمال ختیځو برخو کې فعالیت لري.

د سیاسي چارو دې کارپوه زیاته کړه؛په هېواد کې د داعش فعالیتونه ، جلب جذب او پیاوړتیا به په راتلونکي کې د افغانستان او سیمې د هېوادونو لپاره یوه جدې ستونزه وي.

نوموړي له امنیتي ځواکونو وغوښتل تر څو د داعش د فعالیتونو مخه ونیسي.

د کونړ د ولایتي شورا رییس ولایت خان مشواڼي د خاور میانه سره په خبرو کې وویل:«اوس مهال د کونړ په نورګل،چپه درې،څوکۍ او ماڼوګي ولسوالۍ کې د داعش ډله فعالیت لري چې د دوې فعالیتونه بدې پایلې لري.»

د نوموړي پر وینا،د داعش ترهګرې ډلې د غړیو تر مینځ بهرني وګړي او د سیمې اوسیدونکې هم شتون لري چې په سوریه او ننګرهار کې له ماتي وروسته کونړ ته راغلي دي.

مشواڼی ټینګار کوي چې د داعش د فعالیتونو په اړه یې څو ځله د خلکو اندیښنې د سیمه ایزو او مرکزي چارواکو سره شریکې کړي دي؛ مګر جدې اقدام ترسره شوی نه دی.

په ورته وخت کې د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د خاور میانه سره په خبرو کې په دغه ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې شتون تایید کړ چې افغان ازبکان،بنګله دیشیان او پاکستاني وګړي پکې موجود دي.

نوموړي ټینګار وکړ«دوه اوونۍ وړاندې امنیتي ځواکونو د داعش پر مرکز برید وکړ چې په پایله کې یې د مهمو قومندانانو په ګډون ۴۶ داعشیان ووژل شول چې په مینځ کې یې بهرني وګړي هم وو.»

ننګرهار ولایت هم د هېواد د شمال ختیځو ولایتونو له ډلې څخه دی چې د داعش ترهګره ډله پکې فعالیت درلودلی او لري یې.

په ننګرهار کې څو ځایه امنیتي ځواکونو ددې ډلې پر وړاندې لوې بریدونه ترسره کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي په دې اړه خاور میانه خبرې اژانس ته وویل؛«داعش ډلې په ننګرهار کې ماتي خوړلې،امنیتي ځواکونه کله نا کله د داعش د له مینځه وړلو لپاره عملیات په لاره اچوي چې ښه پایله یې لرلي ده.»

د نوموړي پر وینا،د داعش د غړیو تر مینځ د یو شمېر بهرنیو وګړو له ډلې پاکستاني،ازبکستاني او چچنایان هم شتون لري.

خوګیاڼي په داعش ډله کې د ازبکانو شتون رد یا تایید نه کړ او څرګنده یې کړه چې په دې اړه باید زیاتي څیړنې وشي.

مګر خلک او د سیمې اوسیدونکې وایي چې د داعش فعالیتونه په ځانګړې ډول په دغه ډله کې د ازبکانو شتون د اندیښنې وړ دی.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسیدونکي خیرمحمد عمرزي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل:«ددې ولسوالۍ په«دیوه ګل دره» سیمه کې داعش پراخ حضور لري،نظامي مرکزونه یې همدلته دي».

نوموړي زیاته کړه چې یو شمېر ازبک جنګیالي د داعش په لیکو کې شتون لري ،ویل کیږي چې د سوریې له جګړې راغلي او د داعش سره همکاري کوي.

د سیمې ددې اوسیدونکې په وینا،داعش تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې خپل قوانین عملي کوي.

سرچینه زیاتوي«د داعش شتون هم خلکو او هم حکومت لپاره ستونزه ده،باید له مینځه یوړل شي،مونږ هم چې د داعش ډله وینو  کورني او بهرني جنګیالي پکې شتون لري».

په افغانستان کې د سوریې له جګړې څخه د راستانه شویو داعشیانو حضور په داسې حال کې لیدل کیږي چې تازه ددې ډلې یو شمېر جنګیالي په داسې حال کې له مینځه وړل شوي چې د عربستان «ریال »ترې ترلاسه شوي دي  دا ښکاره کوي چې سعودي هم ددې ډلې څخه  کلک ملاتړ کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *