د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم لیکنې پیل کېدل

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د نوم لیکنې تقویتي بهېر پیل کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې تقویتي بهېر نن سهار ( غبرګولي ۱۸) پیل او د ټاکل شوې برنامې له مخې به د چنګاښ تر ۸ نیټې پورې دوام ومومي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې دغه بهېر د غزني په ولایت کې په سراسرې ډول دی او په نورو ولایتونو کې به تقویتي بڼه ولري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مالوماتو له مخې،د جمهوري ریاست د ټاکنو د ګډونوالو د نوم لیکنې  تقویتي بهېر به په ټول هېواد کې په ۴۵۸ مرکزونو او غزني ولایت کې په ۲۴۷ مرکزونو کې ترسره شي.

هغه کسان کولای شي په دې بهېر کې نوم لیکنه وکړي چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي،د ټاکنو په ورځ یې ۱۸ کاله عمر پوره کړی وي،د رایه ورکوونکو په مخکني لیست کې یې نوم راغلی نه وي،له یوې ټاکنیزې حوزې څخه یې بلې حوزې ته نقل مکان کړی وي او یا د قانون یا محکمې په حکم د مدني حقوقو بې برخې شوی نه وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې ټولو ولایتونو ته پوره وسایل لیږدول شوي او د امنیتي ادارو له لوري یې امنیت نیول شوی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مالوماتو له مخې د ټاکنو د پروسې په تیرو درې مرحلو کې شاوخوا ۹،۵ میلیونه هېوادوالو نوم لیکنه کړي چې د سمون وروسته؛ ترې  ۸،۹ میلیونه تنه د شرایطو وړ کسان تعیین شوي وو.

ټاکل شوي ده چې د جمهوري ریاست ټاکنې د روان کال د تلې د میاشتې پر شپږمه نیټه ترسره شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *