د عدن په نظامي هډه باندې د یمن د بې پیلوټه الوتکې برید

د یمن هوایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو څخه په کار اخیستنې د «عدن» په ښار کې د عربو د نظامي ایتلاف یو نظامي مرکز په نښه کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،«المسیره» شبکې نن سهار د ( غبرګولي ۱۳) راپور ورکړ چې دغه برید د عدن ښار په «راس العباس» نظامي مرکز کې د نظامي مانور په جریان کې ترسره شوی دی.

یمني ځواکونو په دې برید کې د«قاصف k2»نوعه بې پیلوټه الوتکې څخه کار اخیستی او ددغه نظامې هډې ځینې برخې یې په نښه کړي دي.

دغه برید د عرب ایتلاف له لوري هم تایید شوی دی.

په ورته وخت کې د یمن د هوایي دفاع ځواکونه توانیدلي چې په «الحدیده» ښار کې د عربي ایتلاف یوه جاسوسي بې پیلوټه الوتکه هم له مینځه یوسي.

سعودي عربستان،متحده عربي امارات او څو نور عربي هېوادونه د ۲۰۱۵ کال راهیسې په ترتیب وار شکل پر خپلو الوتکو د یمن پر مختلفو ښارونو پراخه بریدونه ترسره کوي.

ددې بریدونو له امله له ۵۰۰۰۰ څخه زیات کسان چې زیاته برخه یې ملکي وګړي دي وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان او کډوال شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *