د کابل ښار د مرکزي  لارو تړل کېدل

د امنیتي ځواکونو له لوري کابل ښار مرکز ته غځیدونکې لارې تړل شوي او نقلیه وسایطو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، نن (د جوزا لمړۍ) د ملې وحدت د  حکومت  پینځه کلنې کارې دورې د بشپړیدو هم مهاله د کابل ښار د مرکز لارې او سړکونه تړل شوي دي.

د کابل ښار اوسیدونکې وایي چې دوې مجبور شوي دي تر څو په پلې ډول د ښار په مرکز کې د دندو ځایونو ته لاړ شي او ټولې لارې تړل شوي چې په ښار کې یې ترافیکي ګڼه ګوڼه جوړه کړي ده.

ددې ښاریانو یو شمېر وایي چې د پلازمینې ځینې برخې د کانتینرونو په واسطه تړل شوي دي او امنیتي ځواکونه په ټولو څلور لارو کې شتون لري.

که څه هم نن ورځ د ملې وحدت د حکومت د کاري دورې د بشپړیدو سره برابره ده ،د پلازمینې اوسیدونکې وایي  چې حکومت د ښار مرکز ته غځیدونکي لارې تړلي دي.

همدارنګه یو شمېر دولتي کارکوونکو هم ویلي چې د ښار د مرکزي لارو د تړل کېدو له امله نه دې توانیدلي چې خپلو دندو ته حاضر شي او بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

لا تر اوسه ددې کړنې لامل مالوم نه دی؛  مګر په دې وروستیو ورځو کې د جمهوري ریاست یو شمېر نوماندانو د حکومت د کار د دوام د پای ته رسیدو غوښتنه کړي وه او د «سرپرست» حکومت د رامنځته کېدو طرحه یې وړاندې کړي وه.

مګر حکومت هر وار ددغه کړنې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هیڅ یو کس د اساسي قانون د تفسیر حق نه لري او سترې محکمې  له ټاکنو وروسته د نوې جمهور رئیس تر ټاکل کیدو پورې د جمهور رئیس د کار د دوام اجازه ورکړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *