ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړې ۳ تنه وژلې او یو بل یې ټپي کړی
د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت دره نور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو خپل منځي شخړې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ شیمل سیمه کې د حاجي ګلمیران او حسیب الله کورنیو ترمنځ د مخکینۍ دښمنۍ له امله تېره شپه تاوتریخوالی رامنځته شوی،چې له امله یې د حاجي ګلمیران د کورنۍ درې غړي په ډزو سره وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
خوږیاڼی زیاتوي د یادې پېښې د رامنځته کېدو سره سم پولیس سیمې ته رسیدلي،خو د حسیب الله د کورنۍ غړي له سیمې څځه په تېښته بریالي شوي دی وایې د نیولو هڅې یې جریان لري.