د تاجیکستان په زندان کې د داعش له لوري له روحانیونو څخه د سر پریکول

د تاجیکستان د وحدت ښار په محبس  کې د شخړو څخه د څو ورځو تیریدو وروسته ،اوس ویل کیږي چې په دغه زندان کې د داعشي بندیانو له لوري له دریو روحانیانو څخه سرونه پریکړی شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د تاجیکستان د وحدت ښار په محبس کې یو شمېر بندیانو په ځانګړي ډول داعشیانو ګډوډۍ او بغاوت ته لاس واچوو او د امنیتي ځواکونو سره لاس او ګریوان شول.

اوس مهال د څو ورځو په تیریدو سره راپورونه ورکول کیږي چې دې بغاوت کوونکو په خپل لمړي اقدام کې د درېو روحانیانو په ګډون له پینځو تنو سرونه غوڅ کړي دي.

فرګانا (Fergana) خبرې اژانس په خپل راپور کې راوړي دي چې سیدقیام الدین غازي،ستار کریموف(ستار مقصومي) او سید مهدي خان ستاروف (شیخ تیمور) درې روحانیان ول چې د داعش اړوند بندیانو له لوري ترې سرونه پرې کړي شوي دي.

په دې راپور کې راغلي دي چې د تاجیکستان د کورنیو چارو د وزارت د ځواکونو  د پخوانی قومندان (ګلمراد حلیموف) زوې  «بهروز» چې له هغې وروسته له داعش سره یوځای شوی او د داعش د« جګړې وزیر» ټاکل شوی وو،فخرالدین ګلوف،محمدالله شریفوف او روح الله حسنوف په وحدت محبس کې د بغاوت او ګډوډۍ پلان جوړونکي وو.

د تاجیکستان دولت لا تر اوسه په دغه محبس کې د بغاوتونو په اړه تازه جزئیات وړاندې کړي نه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *