ننګرهار کې د یوه دیني عالم وژل کیدل

د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو یو تن دیني عالم په ډزو وژلی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن یکشنبه د غویي په ( ۲۲) نیټه د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په حصارک جومات کې د ماښام د لمانځه پرمهال نا څرګندو وسله والو مولوي “هدايت الله مدني ” د لمانځه پر مهال وژل دی او له سیمې تښتیدلي.
د نوموړي پروینا د امنیتي ځواکونو له لورې د دې پیښې د عاملینو د پیداکیدو او نیولو هڅې روانې دي.

د پیښې علت تراوسه معلوم نه دی او نه هم کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په ننګرهار کې د دیني عالم د وژل کیدو لوموړې پیښه نه ده له دې وړاندې هم څو تنه دیني عالمان د نامعلو وسله والو لورې په ډزو وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *