په پکتیا او خوست کې د دوه چاودنو مخه ونیول شوه

د خوست او پکتیا ولایتونو په مربوطاتو کې د دوه کړۍ ماینونو په کشفیدو سره په دغه ولایتونو کې د دوه چاودنو مخه ونیول شوه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کورنیو چارو وزارت نن ورځ( غویي ۲۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه ماینونه د ترهګرو له لوري ځای پر ځای شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د خوست ولایت پولیسو د«باک» ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوه کړۍ ماین او د ولایت د مرکز په«کجیري» په سیمه کې د مزاییل یو فیر مرمۍ کشف کړي دي.

همدارنګه د پکتیا ولایت پولیسو هم د پکتیا ـ پکتیکا ولایتونو پر لویه لار یوه کړۍ ماین کشف او خنثی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې ددې ماینونو پر کشفولو سره یې د دوه خونړیو چاودنو مخنیوی کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *