محقق د بهسودو پر هزاره ګانو د کوچیانو په برید غبرګون وښود

د اجراییه ریاست مرستیال د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ملاتړ پر هزاره ګانو باندې د کوچیانو د برید په غبرګون کې ویلي دي چې د کوچیانو په اړه د جمهور رئیس وروستي اقدامات تحریک امیز وو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې محمد محقق د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بهسودو په سیمه کې د طالبانو په ملاتړ د کوچیانو له لوري د هزاره ګانو بې ګناه وژنه غندلي ده.

د اعلامیې متن په دې ډول دی:

د څښتن تعالی په نامه

په ډېر تاسف سره خبر شوم چې د ۱۳۹۸ کال د غویي په ۲۱ او ۲۲ د شپې په نیمایي حصه کې وسله والو طالبانو د کوچیانو په ملاتړ د بهسودو په دویمه برخه غافلانه برید کړی چې د سیمې څخه د راپورونو له مخې په دغه برید کې د ۷ تنو په تعداد ولسي وګړي شهیدان شوي، یو شمېر نور ټپیان شوي او همدارنګه مالي تلفات هم ور اړول شوي دي.

زه ددې ترڅنګ چې دغه وحشیانه برید غندم او ددغه پیښې د شهیدانو ته الهي پیرزوینې وړاندې کوم او د شهیدانو د کورنیو سره خواخوږي څرګندوم ،د بحث لپاره د راتلونکو ټکو یادونه کوم.

۱- د کوچیانو او کلیوالو تر مینځ د شخړې بحث چې د کالونو راهیسي د یوه ناسور ټپ په څیر دوام لري ،او ښاغلي غني چې د جمهوري ریاست د کمپاین په جریان کې ورسره ژمنه کړي وه چې د بریا په صورت کې به د هزاره ګانو د هستوګني په مرکزي سیمو به د کوچیانو د یرغل مخنیوي کوي ،ولې یې نه یوازې ددې حل لپاره کوم اقدام کړی بلکه هغه اقدام چې مخکني حکومت د هرکال د پسرلنیو جګړو د مخنیوي لپاره ترسره کړی وو چې د بهسود او دشت ګوله تر مینځ یې یو حایل ځواک واټن لرونکي کرښه چې د نښتې په سیمه کې میشته ده رامنځته کړي وه ولې یې دغه کار هم سرته ونه رساوه.

۲ـ دغه نښته په هغه وخت کې رامنځته شوه چې جمهور رئیس ښاغلي غني شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د کوچیانو د قوم مشرانو سره په یوه ناسته کې هغويو ته دوه میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړي کړه او په تحریک امیز ډول یې ورسره ژمنه وکړه چې د کوچیانو د شلو نسلونو لپاره به د څړ ځایونو ساتنه وکړي ،ایا د ښاغلي غني دا تحریک امیزې څرګندونې د هزاره ګانو سره د قومونو جګړې ته د هڅولو په معنی نه وي؟

۳- بله مسله دا ده  طالبانو چې شعار یې د بهرنیو ځواکونو او د هغوې تر لاس لاندې حکومت پر وړاندې جګړه ده دبهسوو پر بې دفاع وګړو د دوې یرغل ددغه شعار سره مخالفت نه دی او یا طالبانو د غه قومي جګړه پخپله انتخاب کړي که د هزاره ګانو پر وړاندې د داخلي او خارجي محفلونو فشارونه دي.

۴- له ډېر وخت راهیسې تمه وه چې د میدان وردګ د خلکو د غوښتنې پر بنیاد د بهسودو د دویمې برخې لپاره یوه محلي نظامي قطعه منظور شي او پرسونل یې د بهسودو له خلکو څخه بشپړ شي ،ایا ددغې نه منظورول او په اړه یې د حکومت له لوري سکوت او د بهسودو پر بې دفاع وګړو باندې د وسله والو طالبانو او کوچیانو ګډ برید د بهسودو د خلکو د ځپلو لپاره د حکومت او طالبانو تر مینځ ګډه همغږي نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه شپې وړاندې کوچیانو د وسله والو طالبانو پر ملاتړ په بشپړو تجهیزاتو سره د بهسود ولسوالۍ د کجاب درې په هزاره میشتو سیمو برید وکړ چې نښتې د تیرې ورځې تر ماذیګره پورې دوام درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *