د کابل په شهرنو کې پر بهرنۍ موسسې د برید د تلفاتو زیاتوالی
د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل په شهرنو کې پر یوې بهرنۍ موسسې د تیرې ورځې د برید د تلفاتو شمېر ۹ تنو ته لوړ شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د تیرې ورځې پر ماسپخین په شهرنو کې د «کونټر پارت» موسسې دروازې ته نږدې د چاودنې وروسته یوه شمېر بریدګر ددغه موسسې ودانۍ ته داخل شوي او د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکیل شوي وو.
په داسې حال کې چې د تیرې ورځې تر پایه پورې ددغه پیښې تلفات ۵ تنه وژل شوي او ۲۴ تنه ټپیان اعلان شوي وو؛ مګر نن ورځ ( غویي ۱۹) د کورنیو چارو وزارت وایي چې د تلفاتو اندازه ۹ تنو ته لوړه شوي دي.
ددې وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل ټویټر لیکلي چې پر «کونټر پارت» موسسې باندې د پرونۍ ورځې په برید کې د ځانګړو ځواکونو د یوه سرتیري،د محافظت عامه د ۴ ساتونکو،د کونټر پارت موسسې د یو ساتوونکي او ۳ ملکي وګړو په ګډون ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په دې حمله کې د امنیتي ځواکونو له لوري ۵ تنه بریدګر هم له پښو غورځول شوي دي.
وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
دا د روژې په میاشت کې دویم انتحاري او ډله ایز برید دی چې وسله والو طالبانو یې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی؛لمړنی برید د روژې د پیل پر ماښام د بغلان ولایت د پولیسو پر قومندانۍ ترسره شوی وو.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې لویي مشورتي جرګې له شپږو ورځو وروسته پر خپل پریکړه لیک کې د طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړي وه.