د کابل د چاودنې له سیمې د ډزو غږونه

تعقیبي؛ د کورنیو چارو وزارت د کابل په شهرنو سیمه کې د لويې څارنوالۍ دفتر ته نږدې د چاودنې په تاییدسره وایي چې له سیمې څخه د خال خال ډزو غږونه هم اوریدل کیږي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې نن ( غویي ۱۸) له غرمې وړاندې د ۱۱:۴۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په حاجي یعقوب څلور لاري کې  یوه چاودنه رامنځته شوي ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ،نصرت رحیمي پر خپل ټويټر لیکلي چې د پولیسو د لسمې امنیتي حوزې اړوند د لوې څارنوالۍ شاته د پاملرنې موسسې دفتر مخې ته چاودنه رامنځته شوي ده.

د نوموړي پر وینا،د چاودنې نوعیت مالوم شوی نه دی؛  مګر سیمې ته د څیړنې ډله لیږل شوي او همدا رنګه د سپکو ډزو غږونه هم اوریدل کیږي.

عینې شاهدان وایي چې د امنیتي ځواکونو له لوري شهرنو ته غځیدلې ټولې لارې تړل شوي او مرمۍ ضد موټرې او مجهز پولیس هم سیمې ته رسیدلي دي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

نور جزئیات…

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *