د ایران څخه د اقتصادي بندیز د فشارونو له وجې د افغان مهاجرینو ویستل کېدل

ایران ویلي دي چې د اقتصادي بندیزونو د فشارونو په صورت کې مجبور دی چې له خپل هېواد څخه افغان مهاجرین وباسي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي نن د ( غویي ۱۹) ویلي دي چې د امریکا  د بندیزونو په پایله کې د عایداتو د بهېر د دوام د کمښت او سقوط په صورت کې،ممکن د افغان مهاجرینو څخه وغوښتل شي تر څو ایران پریږدې.

عراقچي یو تعداد روزګارونو ته چې د افغان مهاجرینو په اختیار کې دي اشاره کړي او ویلي یې دي چې په مجموع کې د دوه میلیونو مهاجرینو د روزګار څخه هرکال د ایران څخه د ۳ څخه تر ۵ میلیونه یورو  بهرته ویستل کیږي او نورې پیسې د ۴۶۸ زرو زده کوونکو او ۲۳ زره محصلینو په زده کړو لګول کیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال د مالوماتو له مخې، افغان مهاجرین په دې هېواد کې د تهران د دولت لپاره د اتو میلیاردو ډالرو لګښت په بر کې نیسي که چېرته په دې هېواد له دې د زیاتو بندیزونو زور راوړل شي ،مجبور دي چې مهاجرینو څخه وغواړي چې ایران پریږدي.

د عراق چي په خبره؛«که چیرې زمونږ د نفتو خرڅلاو تر صفره پورې ورسیږي د ایران اسلامې جمهوریت مجبور دی چې د خپل اقتصاد لپاره ځانګړی سیاست په پام کې ونیسي او ممکن ونه شو کولای په دې ډول دوام وکړو او افغان خویندو او ورونو څخه وغواړو چې له ایران څخه ووځئ.»

نوموړي څرګنده کړه چې د افغانستان د ټولو اتباعو ویستل به د امریکا په غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې تیر کال د ایران د انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای په څرګنده ویلي وو چې «هیڅ یو افغان ماشوم هم باید په ایران کې له زده کړو پاتي نه شي. »

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *