په هرات کې د یوې چاودنې مخه ونیول شوه
د هرات پولیسو د هرات ښار یوه ښوونځي ته نږدې د یوه بوشکه یي ماین په کشفولو سره د یوې چاودنې مخه ونیوله.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه بوشکه یې ماین نن سهار( غویي ۱۲) د هرات ښار د «شیدایي» ښوونځي ته نږدې د پولیسو له لوري کشف شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه ماین د ملکي وګړو د په نښه کولو په موخه د ترهګرو له لوري یوه ښوونځي ته نږدې ځای پر ځای شوی وو چې د ملې امنیت د انجینرۍ ټیم په مرسته خنثی شوی دی.
د یوه بل خبر له مخې، د هرات پولیسو د هرات ښار په دولسمه ناحیه کې د یوه غلا شوي موټر سایکل سره دوه تنه غله پیژندلي او نیولي یې دي.