د پاکستان هوایي حریم د افغانستان د الوتنو لپاره پرانیستل شو

۱۲ ثور ۱۳۹۸

د افغانستان حکومتي سرچینې وایي چې د پاکستان هوایي حریم د هندوستان هېواد په لور  د سفرونو پر مخ پرانیستل شوی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د پاکستان هوایي حریم د اسلام اباد او نوي ډهلې تر مینځ د کړکیچ د زیاتیدو وروسته د افغانستان څخه د هند په لور د الوتنو پر مخ تړل شوی وو.

اوس  د نږدې دوه میاشتو له تیریدو وروسته  د افغانستان حکومت وایي چې د پاکستان هوایي حریم د افغانستان د پروازونو پر مخ پرانیستل شوی دی او همدارنګه  ټکټونو بیو هم کموالی موندلی دی.

د ملې امنیت شورا د اطلاعاتو د ترلاسه کولو او همغږۍ عمومي ریاست پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د ملې وحدت د حکومت د پرله پسې هلو ځلو وروسته د پاکستان هوایي حریم د افغانستان د پروازونو پر مخ پرانیستل شوی دی.

د سرچینې پر وینا،له دې وروسته به د کابل ـ ډهلې د الوتکې د ټکټ بیه ۱۶۰ ډالر ته ورسیږي.

له دې وړاندې د کابل ـ ډهلې د الوتنې ټکټ د ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ پورې زیاتوالی موندلی وو او د پاکستان له لارې د یونیم ساعت لاره د ایران له لارې پینځو ساعتو ته زیاتوالی موندلی وو.

افغانستان الوتنو

پاکستان

هوایي حریم


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.