بهسودو ولسوالۍ کې دوه تنه ټپیان شول.

په یوه کور دلاسي بم د غورځیدو په پیښه کې دوه تنه ټپیان شوي.

د ننګرهار چارواکي وایې، د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې د ګمرک د یوه کارکونکي په کور لاسي بم غورځول شوی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن چهار شنبه د غویي په ( ۱۱) نیټه ماسختن ۸ بجې د حاجي کچکول په نوم د یوه کس په کور نامعلومو کسانو لاسي بم غورځولی، چې په پایله کې یې دوه تنه ټپیان شوي.
د خوږیاڼي په خبره د یادې پیښې ټپیان د ننګرهار سیمه ایز روغتون ته انتقال شوي.
خوږیاڼی زیاتوي د یادې کورنۍ یو غړی د ننګرهار په ګمرک کې دنده لري.

د پیښې علت لا معلوم نه دی، نه هم تراوسه د یادې پیښې مسولیت چا په غاړه اخیستی.

د یادونې وړ ده ، چې نامعلومو وسله والو نن سهار هم په جلا اباد کې یو سپین ږیری او په بهسودو ولسوالۍ کې یو ملا امام په ډزو و وژل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *