په قطر کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو د شپږم دور پیل کېدل
په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو تر مینځ شپږم پړاو مذاکرات پیل شول.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،طالبانو ومنله چې نن (غویي ۱۱) د قطر په پلازمینه دوحې کې د اسلامي امارات او امریکایانو د مذاکراتي ټیمونو تر مینځ د خبرو اترو شپږم يړاو پیل کیږي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي دي د سولې د مذاکراتو شپږم پړاو به د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو ترمینځ ترسره کیږي.
نوموړي زیات جزئیات وړاندې کړي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد څه موده وړاندې د خپلو سفرونو تازه دور پیل کړی دی.
خلیلزاد د خپل سفر په جریان کې ویلي دي چې په افغانستان کې د اوربند او سولې د تامینولو په هڅه کې دی.
ویل کیږي چې ښاغلی خلیلزاد له دې وړاندې په قطر کې پینځه ځل د افغانستان د سولې په اړه د طالب استازو سره خبرې اترې او ناستې کړي دي.
ددې ناستو په وروستي پړاو کې دواړو لوریو اعلان وکړ چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په ویستل کېدو او القاعده او داعش سره د طالبانو د اړیکو پرې کولو موافقې ته رسیدلي دي.
مګر ښاغلي خلیلزاد ټینګار وکړ چې د حکومت سره د طالبانو د خبرو اترو پیل کېدل او په افغانستان کې د اوربند د ټولو مشروطو مواردو پر مخ نهایي توافق رامنځته کول دي.