ننګرهار کې ۵۲ کیلوګرامه چرس نیول شوي
د ننګرهار چارواکي وایې؛ د دې ولایت سرحدي پولیسو له يو تن سره ۵۲ کیلو ګرامه چرس نيولي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را رسیدلې خبرپاڼه کې راغلي: د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ سپين بند سيمه کې سرحدي پوليسو د يو کمين په ترڅ کې له يو تن سره په کرولا ډوله موټر کې ۵۲ کيلو ګرامه خام چرس نيولي .
د معلوماتو له مخې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي ته پولیسو له لوري د دريدلو امر وشو، چې تېښته يې وکړه او پرې ډزې وشوې؛ خو روغ ونيول شو او په اړونده اداره کې تر څېړنې روانې دي.