د پاکستان هوایي حریم د افغانستان د الوتنو لپاره پرانیستل شو
د افغانستان حکومتي سرچینې وایي چې د پاکستان هوایي حریم د هندوستان هېواد په لور د سفرونو پر مخ پرانیستل شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د پاکستان هوایي حریم د اسلام اباد او نوي ډهلې تر مینځ د کړکیچ د زیاتیدو وروسته د افغانستان څخه د هند په لور د الوتنو پر مخ تړل شوی وو.
اوس د نږدې دوه میاشتو له تیریدو وروسته د افغانستان حکومت وایي چې د پاکستان هوایي حریم د افغانستان د پروازونو پر مخ پرانیستل شوی دی او همدارنګه ټکټونو بیو هم کموالی موندلی دی.
د ملې امنیت شورا د اطلاعاتو د ترلاسه کولو او همغږۍ عمومي ریاست پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د ملې وحدت د حکومت د پرله پسې هلو ځلو وروسته د پاکستان هوایي حریم د افغانستان د پروازونو پر مخ پرانیستل شوی دی.
د سرچینې پر وینا،له دې وروسته به د کابل ـ ډهلې د الوتکې د ټکټ بیه ۱۶۰ ډالر ته ورسیږي.
له دې وړاندې د کابل ـ ډهلې د الوتنې ټکټ د ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ پورې زیاتوالی موندلی وو او د پاکستان له لارې د یونیم ساعت لاره د ایران له لارې پینځو ساعتو ته زیاتوالی موندلی وو.