په وینزویلا کې د کودتا هڅې

د وینزویلا په کاراګاس ښار کې د مخالف مشرانو د«خوان ګوایدو» او «نیکلاس مادورو» د پلویانو ترمینځ سختې نښتي رامنځته شوي او د کودتا هڅه کوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،خوان ګوایدو ددې هېواد له خلکو غوښتي دي چې د«مادورو» د حکومت د پای ته رسولو لپاره له کورونو څخه سړکونو ته راووځي.

د وینزویلا مخالفو رهبرانو دعوه کړي چې د دولت د نسکورولو لپاره یې د یوه برخه نظامي ځواکونو ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.

له بله پلوه د وینزویلا دولتي چارواکو او مسوولینو ویلي دي چې د کودتا د مخنیوي په هڅه کې دي او د دولت له پلویانو یې غوښتي دي چې د مخالفینو سره مقابله وکړې.

په ورته وخت کې «مادورو» ویلي دي چې د فوځ بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري او د کودتا پر وړاندې ولاړ دي او مخالفینو ته ماتي ورکوي.

خوان ګوایدو شاوخوا درې میاشتې وړاندې خپل ځان د وینزویلا د موقت جمهور رئیس په توګه معرفي کړ او د مادورو د حکومت د پای ته رسیدلو غوښتنه یې وکړه.

ونزویلا د امریکا سره خپلې اړیکې پریکړې دي ،په همدې ترتیب امریکا او روسیه هر یو د وینزویلا په تغیراتو کې رول لري او په جلا جلا ډول د«ګوایدو» او  «مادورو» څخه ملاتړ کوي ، چې د وروستیو ورځو د پیښو په اړه یې غبرګونونه هم ښودلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئیو پر خپل ټویټر لیکلي دي«د امریکا دولت د وینزویلا د خلکو څخه د ازادۍ او دیموکراسۍ لپاره د خپلو غوښتنو ترسره کولو بشپړ ملاتړ کوي.»

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هم ویلي دي چې د وینزویلا بدلونونه او وضعیت په دقت سره څاري.

له بله پلوه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کې د ونزویلا د حکومت مخالفین په جګړه ایز تحریک تورن کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *