ننګرهار کې ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/04/59432517_2100013963430695_1145494891971739648_n.jpg)
د ننګرهار چارواکي وایې؛ د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د قوماندانانو په ګډون ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او څلور مرکزونه یې تخریب شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند زاوې سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۲۲ داعشیان وژل شوي او د دوی څلور هغه مرکزونه لمنځه تللي،چې په کې وسلې،مهمات،چاودیدونکو او نورو توکو شتون درلود.
د دې عملیاتو پر مهال،چې په کې امنیتي ځواکونو او ولس ته کوم زیان ندی اوښتی، د داعشیانو سره د اړیکو په تور دوه تنه ژوندي نیول شوي او د ځای پر ځای شوي اته حلقې ماینونه یې هم لمنځه وړل شوي .
تېره ورځ هم د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د چپرهار په سورګو سیمه کې د عملیاتو پر مهال دوه تنه د وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور له دوه میله کلاشینکوفونو سره یو ځای نیولي وو.