د کلکو امنیتي تدابیرو لاندې د لویې جرګې ترسره کیدل

ټاکل شوي ده چې د سولې لویه مشورتي جرګه د کابل ښار په پولي تخنیک پوهنتون کې واقع د لویې جرګې په خیمه کې ترسره شي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، نن ورځ ( غویي ۹) د سولې مشورتي لویي جرګې لمړنۍ ورځ ده چې د درې ورځو لپاره به دوام ولري.

په همدې موخه د کابل ښار په ټولو سیمو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او د کابل ښار د مختلفو سیمو په ځانګړې ډول د جرګې د ترسراوي سیمې ته نږدې امنیتي کمربندونه جوړ شوي دي.

امنیتي ځواکونه شخصي موټرونو ته د جرګې سیمې ته د نږدې کېدو  اجازه نه ورکوي او د کابل ښار ډېرې لارو کې هم پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

د لویي جرګې تحریم

نن د سولي مشورتي لویه جرګه په داسې حال کې ترسره کیږي چې اجراییه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د لویه برخه سیاسیونو له ډلې حامد کرزي،محمد محقق،کریم خلیلي،ګلبدین حکمتیار او د زیاتو ټاکنیزو ټکټونو له ډلې حنیف اتمر،رحمت الله نبیل او فرامرز تمنا دغه جرګه تحریم کړي ده.

دغه کسان په دې عقیده دي چې په اوسنیو حالاتو کې د لویې جرګې ترسره کېدل د هېواد په ګټه نه دي او یا هم ددې جرګې په ترسراوي کې د دولت له لوري له دوې سره کوم تفاهم صورت نیولی نه دی.

همدارنګه د جرګې د ترسراوې مسوولین هم وایي د هېواد د سیاسیونو له لوري ددې جرګې تحریم دغه جرګه د پوښتني لاندې راولي؛ مګر دوې د جرګې په ترسراوي کې په خپلو پریکړو ولاړ دي.

د سولې مشورتي لویه جرګه د درې زرو څخه د زیاتو کسانو په شتون کې د درې ورځو لپاره په لار اچول کیږي چې د وسله والو طالبانو سره د سولې د سرو خطونو تعینول او د مذاکراتو څرنګوالی ددې جرګې مهم کارونه دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *