د ادارې پلاوې ټاکل ،د لویې جرګې جدې معضله

د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو،انتصابي معاونیت ونه مانه او د رایه اچونې له لارې یې د ادارې پلاوې د ټاکلو غوښتنه وکړه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د سولې مشورتي لویه جرګه تیره ورځ د ۳۲۰۰ غړو په ګډون سره په رسمي ډول پرانیستل شوه چې پکې عبدالرب رسول سیاف هم د جمهور رئیس له لوري د جرګې د رئیس په توګه وټاکل شو.

همدارنګه د جرګې په لمړۍ ورځ له غرمې وروسته د لویې جرګې د ترسراوي د کمیسیون رئیس عمر داودزي حبیبه سرابي،عبدالروف انعامي او فضل الهادي مسلمیار د جرګې د مرستیالانو په توګه معرفي کړل چې د ګډونوالو د غبرګون سره مخ شول.

د جرګې غړې په دې عقیده ول چې یوازې د رئیس انتصاب نه مني او  د مرستیال په توګه ددې کسانو معرفي کېدل انتصابي وو او باید د جرګې مرستیالان د دوې له لوري وټاکل شي.

د جرګې یو شمېر غړي په دې عقیده دي چې د ادارې پلاوي لپاره معرفي شوي کسان هغه کسان دي چې د حکومت له تنې راغلي دي او په وروستیو کلونو کې د سولې په اړه هیڅ لاس ته راوړنه نه لري.

په همدې دلیل،د جرګې غړو د ادارې پلاوي د ټاکلو لپاره په رایه اچونې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د کار خلک مخې ته راشي چې د سولې لپاره کار وکړې.

د جرګې د ګډونوالو نیوکې او مخالفت ددې لامل شو چې د کومې مشخصې لاسته راوړنې پرته لمړۍ ورځ پای ته ورسیده او نن د ( غویي ۱۰) به د ادارې پلاوي د غړو د ټاکل کیدو تصمیم نیول کیږي.

د ادارې پلاوي نه تعینیدل ددې لامل ګرځي  چې کمیټې نه توانیږي چې خپل کاري راپورونه وړاندې کړي؛د برنامې له مخې کمیټې باید خپل راپورونه د ادارې پلاوي په واک کې ورکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *