ملي امنیت ننګرهار درې موټر بمونه له منځه وړي

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي د فتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په رارسیدلی خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاک سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د ځآنمرګو موټر بم چاودنو د ترسره کولو په موخه له چاودیدونکو توکو ډکې درې کرولا موټرې کشف او له زیان پرته لمنځه وړل شوې .

د خبرپاڼې له مخې؛ له چاودیدونکو توکو ډکې یادې موټرې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې تیر ماښام د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې کشف او لمنځه وړې دي .
خبرپاڼه وړاندې وایې د دې عملیاتو پر مهال په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای چې د ورځې لخوا به یې ترې استفاده کوله،د ځواکونو لاسته ورغی،چې په کې دوه موټر سایکلونه،اتیا فیره د پيکا او درې فیره د راکټ مرمۍ،ایک مخابره،د ملي اردو اته جوړه درشي،چاودیدونکې او نور توکې هم تر لاسه شول .

د ننګرهار چارواکي وایې چې په دې سره په دې ولایت کې د لویو تروریستي پیښو مخنیوی وشو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *