په کابل کې چاودنه
بیړنی؛ څو شیبې وړاندې د کابل ښار په مرکز کې د یوې چاودنې غږ واوریدل شو.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه پیښه نن سهار ( وري ۳۱) د ۱۱:۴۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل ښار په مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته نږدې رامنځته شوي ده.
لا تر اوسه ددې پیښې د تلفاتو شمېر مالوم شوی نه دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ددې پیښې په تاییدولو سره ویلي دي چې «له غرمې مخکې ۱۱:۴۰ دقیقو کې د مخابراتو وزارت په شاوخوا کې د چاودنې او خال خال ډزو غږونه اوریدل شوي دي. »
لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.
نور جزئیات …