په سریلانکا کې چاودنو نږدې ۶۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

امنیتي سرچینې د سریلانکا هېواد په درې کلیساوو او درې هوټلونو کې د چاودنو د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د سریلانکا د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د «پاک اختر» د جشن پر مهال درې کلیساوې د چاودنې هدف وګرځیدې.او ددې چاودنو سره په یوه وخت ددغه هېواد په درې هوټلونو کې هم چاودنې ترسره شوي دي.

ددغه چارواکو په خبره ددې چاودنو په پایله کې ۱۶۰ تنه وژل شوي او د ۴۰۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنیاد ددغه هېواد پلازمینه او یو شمېر نور ښارونه په یوه وخت شپږو چاودنو لړزولي دي.

د سریلانکا هېواد ځینې امنیتې چارواکو ددې خبرې په بیانولو سره چې د چاودنو د ترسره کېدو وړاندې ورته ګواښونه شوي وو چې د بریدونو په پایله کې ۳۵ تنه بهرنیان هم وژل شوي دي.

په سریلانکا کې دا بریدونه دومره ویرونکي او خونړې وو چې د یو شمېر هېوادونو له ډلې د المان،هند،استرالیا او انګلستان غبرګونونه یې هم راپارولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *