د ننګرهار په دوه ولسوالیو کې ۴۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي د ننګرهار په خوږیاڼو او شیرزادو و لسوالیو کې ۴۱ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته .
د خبرپاڼې له مخې؛ د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې او شیرزادو ولسوالیو مربوطاتو کې د عملیاتو او خپل منځي نښتو په ترڅ کې ۳۱ وسله والو طالبانو او لس داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د خوږیاڼو ولسوالۍ د زاوې سیمې په اسمان،خدرخیلو او چاکو سیمه کې د داعشیانو او جنګي طالبانو ترمنځ تېره ورځ خپل منځي نښتې شوي،چې له امله یې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۲ غړي وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي .
د وسله والو طالبانو د سرې قطعې غړي د هلمند،کندهارا او ارزګان ولایت اصلي اوسیدونکي وو .
همدا راز په یاده نښته کې ۶ داعشیان هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي .
د یو بل خبر له مخې د شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د عملیاتو په ترڅ کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي .
په یاده ولسوالۍ کې د جګړې مشر او د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازی وایي،د عملیاتو پر مهال یې د مخالفینو څخه یو میل پیکا هم تر لاسه کړې او دوه ماینونه یې لمنځه وړي دي .