ننګرهار کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د مرستیال ټپي کیدل
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/04/thumbs_b_c_1d2bfc9e0ba41ed6cbf0b634e8490b4d.jpg)
د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان له پنځه نورو ملګرو سره سخت ټپیان شوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیر ماښام د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په ماماخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مرستیال قوماندان ملا اغا له پنځو نورو ملګرو سره یو ځای سخت ټپیان شوي دي .
د معلوماتو له مخې؛ ملا اغا اصلا د کندهار ولایت اوسیدونکی دی،چې په وروستیو کې د یو شمیر نورو مخالفینو سره یو ځای شیرزادو ولسوالۍ ته د تروریستي فعالیتونو په موخه را ستون شوی دی .
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د شیرزادو ولسوالۍ په مقر د وسله والو طالبانو په ډلیز برید کې ۵۹ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.