په ایران کې د قرآنکریم په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د قاریانو ځلیدل

په ایران کې د قرانکریم په نړیوالو سیالیو کې افغان قاریان ښه ځلیدلي او څلور مقامونه یې تر لاسه کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د قرانکریم نړیوالې سیالۍ تیره شپه په مختلفو برخو کې د غوره کسانو په پیژندل کېدو سره پای ته ورسیدې.

د سیالیو د وروستیو پایلو د اعلان له مخې د افغانستان څخه سید یاسین حسیني د یو شمېر زده کوونکو تر مینځ د قرانکریم د قرآت په برخه کې دویم مقام ترلاسه کړی او همدارنګه د ښځو له برخې د ټول قرانکریم د حفظ په برخه کې «سمانه سادات موسوي» دریم مقام خپل کړی دی.

په ورته وخت کې محمد کریم محسني او سید مهدي مشرف د قرائت د تحقیق او قرائت ترتیل په برخه کې په ترتیب سره د قرانکریم د نړیوالو سیالیو د روحانیونو له برخې دویم مقامونه ګټلي دي.

په ایران کې د قرانکریم نړیوالۍ سیالۍ  په پینځو برخو(لویانو،میرمنو،زده کوونکو،ړندو او د علمي حوزو د طالبانو) کې په لار اچول کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *