لغمان کې د تیرو پارلماني ټاکنو نوماند و وژل شو
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د لغمان ولايت څخه تېرو ولسي جرګې ټاکنوته نوماند او مدني فعال شېرزاد صافی نن شنبه د وري په ( ۲۴ نیټه) د نامعلومو وسله والو لخوا مرکز مهترلام اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي په خپل بڼ کې و وژل شو، دی وایې وسله وال په تیښته بریالي شوي.
د ولتزی زیاتوي؛ ولایتي ادارې ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته دنده سپارلې ترڅو ددغې پیښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د پیښې علت لا څرګند نه دی او تراوسه کوم شخص اویا هم کومې ډلې د دې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده ، چې شیر زاد صافی له لغمان ولایت څخه په مرکز کابل کې د سولې په تړاو جوړیدونکې مشورتې لوې جرګه کې د ګډون په موخه هم ټاکل شوی و.