په جلال اباد کې د پولیسو پر رنجر موټر چاودنه

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پولیسو یو عراده رنجر موټر،د سړک د غاړی ماین په وسیله په نښه شو.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه پیښه نن سهار( وري۲۲) د جلال ښار پر پینځمه ناحیه کې پر رنجر موټر باندې د چاودنې په پایله کې رامنځته شوي ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي چې دغه پیښه پر یوه عراده رنجر موټر باندې د سړک د غاړی ماین چاودنې له امله رامنځته شوي ده.

عیني شاهدان وایي چې په دې پیښه کې یو پولیس سرتیری ټپي شوی،چې روغتون ته لیږدول شوی دی.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

په دې وروستیو ورځو کې جلال اباد ښار هره ورځ د یوې چاودنې شاهد وي چې دغه بهېر د تیرو څلورو ورځو پورې دوام وموند چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

تیره ورځ په وروستۍ پیښه کې د یوه چسپکي ماین د چاودنې په پایله کې چې د ماین پاکۍ موسسې پر یوه موټر ترسره شوه اووه تنه ټپیان شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *