په کابل کې یو خطرناک انسان تښتوونکی له پښو وغورځول شو

د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار که د یوه خطرناک انسان تښتوونکي د وژلو خبر ورکوي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه انسان تښتوونکی تیره شپه د پلازمینې په اوولسمه ناحیه کې د کابل ښار د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاندویي دفتر سرپرست نصرت رحیمي پر خپله پیسبوک پاڼه لیکلي چې«د شپې پر ۱۱ بجو د کابل ښار د اوولسمې حوزې په مربوطاتو کې د«عمران» په نوم مشهور یو تن انسان تښتوونکی د کابل د پولیسو د تعقیب لاندې وو،د کابل د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې موظفینو سره له نښتې وروسته د پولیسو له لوري له پښو غورځول شوی او و

وژل شوی دی».

د نوموړي پر وینا،یاد کس  په کابل کې د څو تنو په وژنو او یوې نړیوالې ادارې د یوه کارکوونکي په اختطاف کې لاس درلود.

رحیمي زیاتوي چې ددغه کس څخه چې نظامي یونیفورم یې پر تن وو یو میل غیر قانوني وسله او یو قانوني اسناد نه لرونکی موټر د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.

د تیرو کالونو په جریان کې کابل د بې امنیتیو او جنایي جرمونو له ډلې د انسان تښتوونو شاهد دی ،چې دغه کړنه د پلازمینې د هستوګنو په یوه لویه اندیښنه بدله شوي ده او اوس مهال په کابل کې جنایي جرمونو زیاتوالی موندلی دی چې په تیره میاشت کې په دغه ښار کې له ۱۰۰ څخه زیاتي جنایي پیښې ترسره شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *