په کندز کې د امنیتي ځواکونو درنه مرګ ژوبله

وسله والو طالبانو د کندز ولایت پر چهاردره ولسوالۍ باندې تهاجمي بریدونه کړې چې په دغه بریدونو کې ۷ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او له ۱۲ څخه زیات ټپیان دي.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال،امر الدین ولي د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې ومنله چې تیره شپه وسله والو طالبانو د چهاردرې ولسوالۍ پر ودانۍ تهاجمي بریدونه کړي چې پکې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي ده.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر مینځ نښتې تر نن سهار( وري ۲۲) پورې دوام درلود او اوس مهال امنیتي وضعیت ارام دی.

د نوموړي د خبرو پر بنیاد،په دې پیښه کې اووه تنو امنیتي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي ،همدارنګه دولتي تاسیساتو او د ولسوالۍ بازار ته هم درانه زیانونه اوښتي؛ مګر ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی.

وسله والو طالبانو هم دغه نښته تایید کړي او ویلي یې دي چې یو اندازه تجهیزات یې له ځانه سره وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمال کندز ولایت کې وسله وال طالبان پراخه شتون لري او هر وخت ددغه ولایت پر ولسوالیو تهاجمي بریدونه ترسره کوي او اوس مهال هم د څو ولسوالیو کنټرول د هغویو په لاس کې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *