د بګرام په ځان وژونکي برید کې ۵ امریکایي سرتیري ووژل شول

د پروان ولایت سیمه ایز چارواکي په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان باندې د موټر بمب په وسیله د انتحاري برید ترسره کېدو خبر ورکوي.

د پروان د والي ویاندې، وحیده شهکار خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه تیره ورځ ( وري ۱۹) ماښام مهال د بګرام د «باریک اب»په سیمه کې رامنځته شوي ده.

د نوموړي پر وینا،دغه ځان وژونکی برید د موټر بمب په وسیله د بهرنیو ځواکونو پر ګزمه ترسره شوی چې په پایله کې ۵ بهرني سرتیري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د پروان د والي ویانده وایي په دې پیښه کې یو شمېر ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

میرمن شهکار څرګنده کړه چې د بهرنیو ځواکونو یو ټانک هم زیانمن شوی دی.

په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو ددې برید په منلو سره ویلي دي چې په دې پیښه کې د دوې څلور تنه سرتیري وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د بګرام ولسوالي د پروان ولایت د نسبتاً بې امنه ولسوالیو له ډلې څخه ده چې امریکایي ځواکونه پکې یو مجهز مرکز لري چې په ډیرو مواردو کې د ځان وژونکو او راکټي بریدونو په وسیله په نښه کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *