د کندز د تکواندو د رئیس وژل کېدل

نا څرګنده وسلوالو د کندز ولایت د تکواندو فدراسیون رئیس په ډزو وژلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،د هېواد د فيټنس او اندامونو د ښکلا اتل کامل کریمي ،تیره شپه په کندز ښار کې د ناپیژانده وسله والو کسانو له لورې په نښه شوی دی.

د هېواد د تکواندو فدراسیون غړی ،بشییر احمد ترکی وایي چې ټاکل شوي وه یاد لوبغاړي په یوې بهرنۍ سیالۍ کې ګډون کړی وای.

د نوموړې په خبره،د کندز ولایت د تکواندو فدراسیون د رئیس وژنه د هېواد ورزشکارانو د امنیت نه نیولو لپاره یوه لویه اندیښنه ده چې باید په جدې ډول وڅیړل شي.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *