امریکا ته د خاشقچي د قاتلینو پر ننوتلو بندیز ولګید
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ،د یوه اقدام په لړ کې د عربستان د ۱۶ تنو اوسیدونکو چې د جمال خاشقچي په وژنه کې یې رول درلود دغه هېواد ته په ننوتلو بندیز ولګاوه.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،الجزیرې راوړي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خاشقچي پر وژنه تورن ۱۶ تنه اصلي قاتلین دغه هېواد ته نه داخلیدونکو افرادو په لیست کې شامل کړي دي.
ویل کیږي چې ددې شپاړسو کسانو په مینځ کې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان مشاور«سعود القحطاني»او نوموړي ته نږدې کس«ماهر مطرب» نومونه هم لیدل کیږي؛ مګر په دغه دوسیه کې ددغه کسانو سره د بن سلمان د نږدې اړیکو درلودلو سره سره امریکا د نوموړي د نوم یادولو څخه ډډه کړي او ویلي یې دي د خاشقچي د قتل قضیه به د واشنګټن او ریاض پر اړیکو کوم اغیز ونه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ،ددغه ۱۶ تنو ترڅنګ د هغویو کورنیو او خپلوانو باندې هم د امریکا خاورې ته پر ننوتلو بندیز لګولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي ورځپاڼې خبریال خاشقچي د تیر کال د تلې په لسمه په ترکیه کې د عربستان په کنسولګرۍ کې په ډېرې بې رحمۍ سره ووژل شو او له یوه کال څخه د کمې مودې په تیریدو سره لا تر اوسه هم په دغه قتل کې ښکیل اړخونه روښانه شوي نه دي.