د امریکا له لوري په ۲۵ ایراني ادارو او اشخاصو بندیزونه
د امریکا له لوري پر ایران باندې د بندیزونو لګیدو په دوام ددغه هېواد د خزانې وزارت دا ځل پر تهران نوي بندیزونه وضع کړي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزیر «استیون منوشین»په یوه تازه اقدام سره د ایران اړوند ۲۵ اشخاصو او نهادونو باندې نوي بندیزونه لګولي دي او ویلي یې دي چې د ایران دفاع وزارت،د ایران د وسله والو ځواکونو د ملاتړ اداره او یو ایرانی بانک باندې یې ددغه هېواد د قدس سپاه پاسداران ځواکونو ته د مرستو جوړونو د ادعا په دلیل بندیزونه لګولي دي.
منوشین زیاته کړه:«مونږ د ایران د هغه طرحې د مختل کولو لپاره چې په غیر قانوني ډول د سلګونو ډالرو د لیږدولو څخه ګټه اخلې،په ایران کې د اشخاصو د شرکتونو څخه ،په ترکیه او اماراتو کې پراخه شبکې په نښه کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د برجام هستوي تړون څخه د امریکا له وتلو وروسته،واشنګټن په هره پلمه پر ایران باندې تازه بندیزونه لګوي.
همدارنګه ایران هم په کراتو د بندیزونو پر وړاندې غبرګونونه ښودلي دي چې دغه کړنه یې د کورنیو تولیداتو د غوړیدو سبب شوي ده.