ننګرهار کې چاودنې ۶ تنه ټپیان کړل
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/03/55730941_721734468222280_4608893520885841920_n.jpg)
د ننګرهار مسولین وایې؛ بټپیانو کې درې ماشومان او درې ميرمنې شاملې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت مرکز د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند کامران پلازه کې نن دوشنبه (د حمل۵) نیټه سهار نږدې لس بجې د ډاکټرې فریدې کتنځای مخې ته چاودیدونکو توکو چاودنه کړې، چې له امله يې درې ماشومان او درې ښځینه سطحي ټپيانې شوې.
د خوګیاڼي په خبره ټپیان د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته ليږل شوي دي .
د چاودنې له امله شاوخوا هټيو ته هم مالي زیانونه اوښتي.
د دې چاودنې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.