حنیف اتمر بلخ  ته ولاړ

په بلخ ولایت کې د نوروز په مراسمو کې د جمهور رئیس له ګډون وروسته،اوس د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره نوماند حنیف اتمر د خپلو پلویانو سره یوځای دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د نن ورځې ( وري ۵) په سفر کې د «سولې او اعتدال»په ټیم کې حنیف اتمر،یونس قانوني او یو شمېر نور سیاسیون یو د بل ملتیا کوي چې د عطامحمد نور په هرکلي ویلو سره مزار شریف ته داخل شوي دي.

ویل کیږي چې د«سولې او اعتدال» ټیم رهبري به په مزار شریف کې په یوه لویه غونډه کې وینا وکړې او د هېواد مختلف موضوعات به وڅیړي.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رئیس محمد اشرف غني په مزار شریف ښار کې د نوروز په مراسمو کې ګډون کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *