د«طالبانو سره سوله» د خلکو د زړه د خوښي ټاکنه

د خاورمیانه خبرې اژانس د نظر پوښتنې او رایه اچونې له مخې، ډېرې خلک د طالبانو سره د سولې د ترسره کېدو» سره همنظره دي او یو شمېر نور د «موقت حکومت» غوښتونکي دي.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، دغه نظر پوښتنه د تیر لمریز کال په وروستیو کې د دوه انتخابونو«طالبانو سره سوله»یا «موقت حکومت»په اړه په لاره اچول شوي وه.

د لسو ورځو په موده کې،د ۲۲۰۰ څخه زیاتو کسانو په دې نظر پوښتنه کې ګډون وکړ چې شاوخوا ۱۶۰۰ کسانو د «طالبانو سره سولې» ترسره کېدو ته رایه ورکړي او همدارنګه ۶۰۰ رایه ورکوونکو «موقت حکومت»انتخاب کړی وو.

د خاورمیانه خبرې اژانس د پیسبوک پاڼې یو شمېر تعقیبونکو او پیسبوک کاروونکو د رایي ورکولو تر څنګ خپل نظرونه هم شریک کړي وو چې یو شمېر یې په دې ډول دي:

«سراج ابراهیمي» ویلي دي چې: «د سولې او موقت حکومت تر څنګ د اساسي قانون تعدیل او د پارلمان لغوه کېدل به په واقعیت کې د افغانستان په خیر وي.»

یوه بل تعقیبونکي «سنګ سنګي» ویلي دي «که څه هم له غني سره موافق نه یم؛ مګر په دې خرابو او حساسو شرایطو کې نه موقت حکومت د هېواد په خیر دی او نه هغه سوله چې د افغانستان د خلکو ګټو ته پکې خطر وي.»

د «میر هاشمي» په نوم یو بل پیسبوک کاروونکي ویلي دي «هیله ده چې د ملت په برخلیک لوبې ونه شي،دویم باید د دولت ارزښتونه او لاسته راوړنې وساتل شي او ټوله شتمني یې له مینځه لاړه نه شي او ټوټه نه شي؛ همدغه وخت به په ټول هېواد کې ملوک طوایفي راشي او هرڅه به له مینځه یوسي.»

همدارنګه یو شمېر نور د دې نظر پوښتنې سره همنظره نه وو او ویلي یې دي «دا څه ډول ریشخندي نظرپوښتنه وه چې په لاره اچول شوي،چې تل د خلکو فکرونه د موقت حکومت سره ښکیل کوي او بیا له هغې ګټه پورته کوي،ولې د معمول په ډول همدغه ټاکنې رسمي  او ړندې کڼې نه وي.»

ځینو یې سوله د افغانستان اساسي اړتیا بللي او ویلي دي «سوله د افغانستان د خلکو اساسي اړتیا ده او کالونه تیریږي چې د افغانستان غم ځپلي خلک د سولې تږي دي.په ګران افغانستان کې د یوې تلپاتي سولې په هیله. »

مګر د پاڼې یو شمېر نور تعقیبونکي په دې عقیده دي چې د خلکو رايو ته ارزښت نه ورکول کیږي بلکه امریکایان د پریکړو ترسره کوونکي دي؛«د خلکو رایي شمېرل کیږي نه څه چې حاکمان غواړي هماغه سرته رسیږي،د حاکمانو څخه موخه دغه د واده زلمي د مثال په ډول(ع،غ،ف،ق،ک او ل)نه دي اصلي حاکمان دي. »

امان الله خلیلي د خاور میانه خبرې اژانس د نورو  مینه والو او لوستونکو څخه دی چې ویلي یې«موقت حکومت یعنې څه؟کوم وخت چې انتخابي حکومت کار نه کوي،په موقت حکومت کې به هم طالبان غواړې چې ډېر سهم دې له ځانه سره ولرې،نو څه ډول به زمونږ د شهیدانو ارمانونه وساتل شي؟ دا ټول ځان وژونکي بریدونه او انسان وژنې د طالبانو له لاسه دي ،نو که چیرته سوله وکړو ممکن غوره به وي او د بې ګناه کسانو مرګ ژوبله به کمه شي نه موقت حکومت.داسې ونه شي چې طالبان موقت حکومت په قبضه کې واخلې او نورو ته یې خوشي نه کړي؟»

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *