په نوي کال کې د امریکایي سرتیرو لمړنۍ وژنه

د نوي لمریز کال په لمړیو ورځو کې په افغانستان کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ناټو منلي ده چې د امریکایي ځواکونو دوه سرتیري یې د دندې پر مهال وژل شوي دي.

که څه هم په دې اړه ناټو زیات جزئیات وړاندې کړي نه دي؛مګر نیویارک ټایمز ورځپاڼي راوړي دي چې دغه دوه سرتیري د کندز ولایت په ګل تپه ولسوالۍ کې د دندې پر مهال وژل شوي دي.

دا په نوي کال کې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو لمړني تلفات دي؛که څه هم د ۲۰۱۹ میلادي کال د پیل څخه تر اوسه ددې دوه سرتیرو په ګډون؛څلور امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

په افغانستان کې امریکایي سرتیرو ته په داسې حال کې تلفات اوړي چې د تیرکال په وروستیو کې په قطر کې د امریکایي او طالب وسلوالو د استازو تر مینځ د خبرو اترو پینځم او اوږد ترین دور پای ته ورسید او دواړو لوریو په یو شمېر مواردو لکه د امریکایي ځواکونو وتلو او د ترهګرۍ سره د مبارزې په تضمین توافق وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *