ننګرهار کې چاودنې ۶ تنه ټپیان کړل

د ننګرهار مسولین وایې؛ بټپیانو کې درې ماشومان او درې ميرمنې شاملې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت مرکز د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند کامران پلازه کې نن دوشنبه (د حمل۵) نیټه سهار نږدې لس بجې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټرې فریدې کتنځای مخې ته چاودیدونکو توکو چاودنه کړې، چې له امله يې درې ماشومان او درې ښځینه سطحي ټپيانې شوې.

د خوګیاڼي په خبره ټپیان د درملنې په موخه حوزوي روغتون ته ليږل شوي دي .

د چاودنې له امله شاوخوا هټيو ته  هم مالي زیانونه اوښتي.

د دې چاودنې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *